امنیت

شپږ تنه داعشيان په هوايي بريدکې ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٤
شپږ تنه داعشيان پرون په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په اچين ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي کې بريد وشو.
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يوه جګپوړى قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريدکې شپږ تنه داعشيان ووژل شول .
خبرځاى وويل: داعشيان په اچين ولسوالۍ کې په خپل پټڼځي کې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو.
د پوليسو دغه قوماندان وايي: په دې هوايي بريدکې د داعشيانو يوه ډيپو او يو پټنځي له منځه وړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته