ټولنه

د هرات ښاروالۍ له عايداتي سرچينوڅخه په څارنې ټينګار

هرات باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٩ :
د ولايتي شورا د څارنې کمېټه به د ښاروالۍ په عايداتي سرچينو څارنه وکړي.
د دغې کمېټې غړو د ښاروالۍ له سرپرست سره په کتنه کې د ښاروالۍ د بندرونو د قراردادونو د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړې .
د څارنې د کمېټې غړو د قراردادونو په لاسليک کولو او د داوطلبۍ په غونډوکې د ولايتي شورا د استازي په نه شتون انتقاد وکړ چې د ولايتي شورا د استازي شتون به د کار په پرمخ بيولو او دقراردادونو له شفافيت سره مرسته وکړي.
  د هرات ښاروالۍ سرپرست د ښاروالۍ له چارو څخه د څارنې په لاره کې خپل همکاري اعلام کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته