ټولنه

له بې ځایه شویوکډوالو سره به اړینې مرستې لا زیاتې شي

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۳ مه
هغه کورنۍ چې د جنګ جکړو او يا هم د طبعي پېښو له امله له خپلو سیمو څخه بې ځایه شوي دي، اړینې مرستې به ورسره لا زیاتې شي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د یوان سی ار موسسې مسوولینو د پکتیکا له والي محمد الیاس وحدت سره په کتنه کې وکړې.
وحدت وویل: ولایتي اداره تل په دې هڅه کې ده چې د مظلومو ولسونو لاسنوی وکړي او د هغوی ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
هغه له يونیسف او له نورو نړیوالو همکارو موسسو څخه وغوښتل چې په خوراکي، غیر خوراکي او نورو اړینو توکو سربېره بې ځایه شويو کورنيو ته د روغتیا او زده کړو په برخو کې لازمې اسانتیاوي برابرې کړي.
په همدې حال کې د یوان سی ار موسسې له حقوقو څخه د ملاتړ څانګې مسوول کمبل مکنایت بیا وویل: موږ د دوی د مصؤنیت په پاره کې څې پیل کړې او کوښښ کو دوی ته د تل لپاره د ژوند اړین توکي برابر کړو.
مکنایت وویل: د سږ کال لپاره مو دوی ته دژمني توکې کمپلې، خېمې،د سون لرګي او جامې په پام کې نیولې دي چې څه موده وروسته به ورته ووېشل شي او د راتلونکې کال لپاره به د ولایتي ادارې په لارښوونه اوګډه همکاري دوی ته د لا ډېرو مرستو د جلبولو او پوهنې او روغتیا په برخو کې لازمې اسانتیا وي برابرې کړو.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته