کابل باخترد مرغومي دمياشتې ٥ :
د هېواد په ځينو سيموکې د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ٣٥ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي: دغه عمليات د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه د پکتيکا ولايت د ارګون، د ميدان وردګو ولايت د جلريز، د فارياب ولايت د غورماچ، د تخار ولايت د خواجه بهاوالدين او د هلمند ولايت د خانشين د ولسواليو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ٣٥ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز يوه اندازه وسله ، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات او وسايل هم په عملياتو د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې :
د ملي اردو پنځه تنه عسکر د هېواد په بېلابېلو ساحوکې د امنيتي دندو د ترسره کولو او د دښمن د درندو وسلو د ډزو او د ماينونو د چاودنې له امله شهيدان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل