فرهنګ

په رسنيو کې دښځو دمقام علمي کنفرانس پاى ته ورسيد .

کابل باخترد لړم  پنځلسمه :
په رسنيو کې دښځو دمقام علمي کنفرانس  نن دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه کنفرانس ديوشمير وزارتونو دمعينانو ، دپوهنتون ديوشمير استادانو ، درسانه يي مرکزونو ديو شمير مسوولينو او استازو او دښځو دچارو  وزارت درييسانو او کارکوونکو په ګډون جوړ شوى و .
په دې کنفرانس کې  په رسنيو کې  دښځو دځاى او مقام ، درسنيو دفرهنګي اغيزو ، ښځه دخبر په قالب  کې ، په رسنيو کې دښځو دناسم تصوير دجوړولو ، په رسنيو کې له ښځو څخه دافزاري استفادې ، دټولنې په رسنيو کې  دښځو دمنفي رول دننداري او په سياسي پروګرامونوکې دښځو دشتون  دکمرنګ والي  په باب خبرې اترې وشوې .
  دغه راز په کنفرانس کې  دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي په کمښت کې درسنيو درول په باب هم  ټينګار وشو .
په دې کنفرانس کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  نشراتي معينې  سمين حسن زاده په ټولنه کې دښځو درول په باب خبرې وکړې او څرګنده يې کړه چې په رسنيو کې دښځو مقام د نورو ټولنيزو ، سياسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو په شان يو ضروري کار دى .
دې زياته کړه په رسنيو کې دښځو شتون او رول په داسې شرايطو کې  چې افغان ښځو  يوه  توره  دوره تيره کړې ده او اوس له امنيتي او په ټولنه کې دواکمنو دودونو له پلوه ښځو ته دکارکولو مناسب شرايط  نشته خو دموجودو چلنجونو سره سره په رسنيو کې دښځو شتون دقدر وړ دى .
دباختراژانس مرستيالې ماري نبرد ائين په خپلو خبرو کې په رسنيو کې دښځو دشتون دکمښت دليل په کور او له کور څخه بهر د ښځو دوه ګونې مصروفيتونه  وبلل او وي ويل چې په رسنيو کې کارکولې دوامداره دي چې ښځې دکور دچارو دمصروفيتونو په  پام کې نيولو سره ډير لږ په دې کار لاس پورې کوي .
دغه راز ددغه کنفرانس دکار په دوام دښځو دچارو وزارت مشرتابه  دافغانستان دښځو د سراسري اتحاديې رييسې ثريا پرليکا ته دسولې دميندو دجايزې دورکولو له امله مبارکي وويله او ددغه وزارت ستاين ليک يې دې ته  ورکړ .
دغه راز دښځو دچارو وزارت يوشمير ژورناليستانو ته چې داطلاع رسولو په لاره کې يې وړتيا  ښودلې ده دستاين ليکونو په ورکولو سره قدرداني وکړه .
  کنفرانس دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد چې دپريکړه ليک په يوه برخه کې ويل شوي دي دافرادو د انساني کرامت  په نسبت  داسلام ددين د ټينګار په پام کې نيولو سره  رسنۍ دى په خپلو خپرونوکې پاملرنه وکړي او دهغو مواردو له خپرولو څخه چې دښځې انساني کرامت ته پکې سپکاوى کيږي ډډه وکړي اوپه خپلو خپرونو کې ښځو ته درناوي فرهنګ ته پراختيا ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته