ټولنه

په بغلان کې دسيلاونو له امله مالي تاوانونه اوښتي دي .

کابل باختر د غبرګولي اتمه :
دبغلان ولايت دده صلاح اوپل حصار په ولسواليو کې دتيرې شپې دسختو سيلاونو دراوتلو له امله اوسيدونکو ته زيات مالي تاوانونه اوښتي دي .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې، ددغو ولسو اليو مقامات  وايي چې ددغو دوو ولسواليو په بېلابېلو  سيمو کې دسيلاونو دراوتلو له امله په سلګونو جريبه کرنيزې  ځمکې او داستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي او څه دپاسه پنځوس څاروې له منځه تللي دي .
دبغلان ولايت له طبيعي پيښو  سره دمبارزې رييس محمد نصير کهزاد وويل چې دڅارنې ټيم دتاوانونو دسروې  دترلاسه کولو لپاره دده صلاح او پل حصار  ولسواليو ته   استول شوي دي . او له زيانمنو شويو کسانو ته مرسته  برابرکيږي .
  ختم-عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته