ټولنه

ګراندي دپناه غوښتوونکو افغانانو دوسيې څيړلې کيږي .

کابل باختر  د غبرګولي  يو ديرشمه
دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنري   مرستيال ګراندي نن په يوه خبري غونډه کې وويل دهغو افغانانو دوسيې چې  پناه غواړي  څيړلې کيږي .
دباختراژانس  دخبريال دخبر له مخې   ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې طرحه کړه چې په اروپا کې دافغانانو په باب زياتې خبرې کيږي او دده دڅرګندونوله مخې دنړيوالې ټولنې او دافغانستان دمقاماتو نظريو شان دي .
هغه کسان چې دپناه غوښتوونکو  په توګه نه منل کيږي بيرته استنول کيږي .
ده له نړيوالې ټولنې  څخه وغوښتل چې دافغانستان حکومت مرسته وکړي چې راستيندونکو ته شرايط برابر شي .
ده دايران او پاکستان په ګډون دافغان مهاجرينو له کوربه هېوادونو څخه وغوښتل چې دمهاجرينو په وړاندې دې مناسب چلند غوره کړي اوپه دې برخه کې دلندپارو تصميمونو مخه  ونيسي . 
دغبرګولي  دمياشتې يو ديرشمه دپناه غوښتوونکې له نړيوالې ورځې سره برابره ده او افغانستان په اروپايي هېوادونو او سيمو کې زيات شمير مهاجرين لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته