ټولنه

له سيلاو ځپلو سره مرسته وشوه

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
دمحمد آغې په ولسوالۍ کې نن په يو سلو اته ويشتو سيلاو ځپلو کورنيو د څلور مليونو افغانيو خوراکي او تعميراتي توکي وويشل شول .
دلوګر ولايت مرستيال محمد هاشم فيضي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو توکوکې غنم، غوړي، ورجې ، لوبيا ، چاى، مالګه ، شړى ، خيمې ، ترپالونه ، د پخلنځي وسايل او تعميراتي توکي شته چې له پيښو سره دمبارزې د تيارى د کرنې  سرې مياشتې د ادراو او د I.R.C او W.F.P دمرستې رسولو د موسسو له خوا چمت شوي دي .
فيضي زياته کړه: لومړى له هغو ١٢٨ کورنيو سره چې د سيلاوونو له امله زيات زيانمن شوې وې؛ دغه مرستې وشوې .
يو تن چې دغه مرستې يې ترلاسه کړې وې؛ وويل چې دغه مرستې کفايت نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته