کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٣٠
په باميانوکې د سکي ورزش انتخاباتي سيالۍ ډير ژرپيليږي.
د سکي فدراسيون رييس افضل نوري نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ په باميانو ولايت کې د سکي د غوره څيرو د پيژندلو لپاره پيليږي چې په هغه کې به نوي ځوانان او لويان ګډون وکړي او د دوى په منځ کې به د سکي د ملي ټيم ٣٠ تنه غوره څيرې وټاکلې شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ