امنیت

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۶۲ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢ نيټه :
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز،۹۳ځانګړي کوماندویي او ۱۹هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او مرکزونو، د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي ، د افغانستان  هوایي ځواکونو ۱۰۶ الوتنې د ملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه تر سره کړي چې په نتيجه کې، ۱۶۲تنه وسله وال ترهګر وژل شوي،۶۶تنه ټپیان او یوتن نیول شوی دی.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ  ننګرهار،کنړ، غزني، پکتیا، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، بادغیس، فاریاب  کندز، بلخ،  بدخشان اوهلمند په ولایتونو کې تر سره شوي له امله يې د پکتیا ولایت د زرمت او احمد آباد په ولسوالیو کې د طالبانو د ۷ تنو مهمو قوماندانانو په ګډون  ۱۰۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۵ تنه تپيان، ۳ قرارګاوې ،۲ ډیپوګانې، ۳ موټر او یوشمیر موټر سایکلونه   له منځه وړل شوي، د فراه ولایت د پرچمن په ولسوالۍ او مرکز اړوند ګنهکان په سیمه کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۹ تنه تپیان، یو موټر یوه قرارګاه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د کندهارولایت د خاکریز په ولسوالۍ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او۱۵تنه تپيان اود زابل ولایت ددایچوپان په ولسوالۍ کې۱۰تنه ترهګر وژل شوي دي
دغه راز د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ،۳ تنه ټپیان، د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې د حقاني شبکې ۲ غړي وژل شوي او یوه قرارګاه  له منځه وړل شوې، د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي، یو تن ټپي او یو تن نیول شوی او د بلخ ولایت د چهار بولک په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه تپيان شوي دي .
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو            د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي.  ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته