ټولنه

د اوبو د ښه مديريت لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ پر زياتې همغږۍ ټينګار وشو

کابل / د تلې ۲۰مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت او د ملي پراختيا شرکت د مسوولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې چې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين انجنیر مجيب الرحمن عمر، د ملي پراختيا شرکت لوی رییس عبدالرحمن عطاش او د یادو ادارو يوشمېر تخنيکي مسوولين حاضر وو؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د هغو پروژو په اړه خبرې وشوې چې ملي پراختيا شرکت یې د پلي کولو مسوولیت لري.
په ناسته کې دواړو لوریو د انرژۍ د پراختيا، د اوبو د لا ښه مديريت او د زيربنايي پروژو د تطبيق په خاطر د زياتې همغږۍ او همکارۍ پر دوام ټينګار وکړ.
د ناستې په پای کې د اوبو او انرژۍ وزارت او د ملي پراختيا شرکت مسوولينو موافقه وکړه چې يو ګډ تخنيکي ټيم دې پر پروژو کار وکړي او د هغو پروژو کار ژر پیل شي چې ډېر ارزښت ولري.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته