ټولنه

عامو وګړو د پنځه کيلو متره سرک په پخولو کې د پنځلسو زرو افغانيو مرسته

کابل باختر دمرغومې ديارلسمه
عامو وګړو د پنځه کيلو متره سرک په پخولو کې د پنځلسو زرو افغانيو مرسته
د قندهار په الف سيمه کې د  پنځه کيلو متره سرک په پخولو کې هرې کورنۍ دقندهارله ښاروالۍ سره د پنځلسو زرو افغانيو مرسته وکړه.
د قندهار ښاروال انجینر روښان ولسمل وايي د ولسي وګړو د همکارۍ له امله به له دغه پنځه کيلو متره سړک څخه يو کيلو متر سړک د خلکو د واټ په نامه نوموي.
ولسمل زياتوي چې د ټولو اصلاحي او ماسټر پلانونو په پلي کېدو به  د دغه ولايت په ټولو برخو کې سړکونه پاخه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته