سیاست

دهېواد اجرائيه ر ئيس : دانتخاباتو په ترسره کولو کې ځنډ ته اجازه نه ورکوو

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  دبغلان دولايتي شورا  دپخواني  رئيس محمد رسول محسني  دشهادت دڅلورم تلين ددرناوي په غونډه کې وويل ؛  چې  د جمهوري رياست  دانتخاباتو په ترسره کولو کې به   ځنډ ته اجازه ورنکړي ،.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبر ورکړ:
دهېواد اجرائٍيه رئيس په دغو مراسمو کې چې پرون دثور دمياشتې په  ٢٨ نيټه په کابل کې پرځاى شوي وو، دپارلماني اود جمهوري رياست دانتخاباتو په ترسره کولوکې دځنډله امله انديښنو ته په ځواب کې څرګنده کړه چې د جمهوري رياست دانتخاباتو په ترسره  کولو کې ديوې شيبې  ځنډ غوښتوونکي نه يو او اجازه به ورنکړو  چې انتخابات له ځنډ سره مخامخ شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله  په خپل وخت اوپه شفاف ډول دپارلماني   اود ولسواليو دشوراګانو دانتخاباتو په ترسره کولو باندې ټينګار وکړ.
دهېواد اجرائيه رئيس   دانتخاباتو په بهيرکې له تکنالوجۍ څخه داستفادې په اړونددوروستيو  خبرو يادونه وکړه  او په هېواد کې  واکمن  حالت ته په اشارې سره يې وويل  چې مبارزه  دګولۍ ډزه  نه ده   بلکې  صبر  ، استقامت  ، حوصله مندي  او  واحده  او  منسجمه ليکه غواړي.
ډاکتر عبدالله عبدالله په دې بيان سره  چې زموږ خلک له تور زړي او جنايتکار دښمن سره  مخامخ دي  وويل  چې په افغانستان باندې په بيلابيلو نومونو تيرى کيږي.
دهېواد اجرائيه رئيس دخلکو ترمنځ  په يووالي ټينګار وکړ اوويې ويل  هر هغه څوک چې دقوم اوډلې په نامه خلک وځپي  ، دجنايت مرتکب کيږي او هر هغه چا چې له تاريخ څخه يې دعبرت درس  نه وي اخيستى او تفرقې په لټه کې وي  دخلکو له رد  لاس سره به مخامخ شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله  دمحمدرسول محسني دشهادت د څلورم تلين له  امله  د  ډاډ ګيرنې دمراتبو د څرګندولو په ترڅ کې   وويل چې شهيد محسني د مقاومت په  دوره کې خپله وړتيا ښودلې وه .
ډاکتر عبدالله عبدالله زياته کړه چې شهيد محمدرسول محسني په بغلان کې په تدبير ، ميړ انې او ايماندارۍ شهرت پيدا کړى و.
د هېواد اجرائيه رئيس دشهيد محسني   اودجهاد اومقاومت دنورو شهيدانو دلارې په دوام باندې ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته