ښوونه او روزنه

د دوست هیواد هندوستان ، د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) افغان زده کونکو ته د بورسونو د ورکړې پروګرام لسمه کلیزه ولمانځله.

کابل باختر دلړم اته ويشتمه :
د دوست هیواد هندوستان ، د هند د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) افغان زده کونکو ته د بورسونو د ورکړې پروګرام لسمه کلیزه ولمانځله.
په دې مراسمو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیره فریده مومند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال زردشت شمس، په نوي ډیلي کې د افغانستان لوي سفیر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر شیدا محمد ابدالي، د هند بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ښاغلۍ وي کی سينګ، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ښاغلی آمر سینا، د اې سيسي آر هبرۍ او نو ي ډیلي کې بهرنیو سفیرانو، دیپلماتانو او یو زیات شمیر افغان محصلینو ونډه اخیستي وه.

د لوړوزده کړو سرپرست وزیري فریده مومند په خپلو خبرو کې وویل ” د لوړوزده کړو په برخه کې د هندوستان بې شماره کمکونو سربیره یې د افغانستان د هوایې قواو څخه ملاتړ په اقتصادي برخه کې لکه د سلما بندجوړونه، د افغانستان د پارلمان ودانۍ، په بهرنیوچارو وزارت کې د ستوري د ماڼۍ بیارغونه او په همدې توګه په دې نیژدې کې له افغانستان سره دیو ملیارد امریکایي ډالرو مرسته نه هیریدونکې مرستي دي، چې افغانان یې قدرداني کوي“ اغلي مومند زیاته کړه چې(( سږکال به په بورسونو کې د ماسټري په برخه کې انجونوته برخه ورکړي او په راتلونکو کلونو کې به هڅه وکړو چې دا کچه نوره هم لوړه کړو)).
په همدې توګه باندي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوي مالي او اداري معین ښاغلي زردشت شمس په خپلو خبروکې د دواړو هیوادنو په تاریخي او کلتوري مشترکاتو رڼا واچوله او د خلکو ترمنځ د اړیکو د لاپياوړتیا غوښتنه یې وکړه. شمس زیاته کړه چې په کلتوري برخه کې یو لړ فعالیتونه ترسره کیږي ولې ددې اړتیا لیدل کیږي چې د موسیقۍ، تیاتر، موزیمونو، لرغونپوهنې او د تاریخي آبداتو د بیارغونې برخو کې اړیکې لاپياوړې شي او دواړه اړخونه د یو بل له تجربو ګټه واخلي.

د هند بهرنیو چارو کې د دولت وزیر ښاغلۍ وي کی سينګ او د ای سي سي آر ریس ژمنه وکړه چې افغان محصلینو ته به لازیات سهولتونه رامنځته کړي او پرتې ستونزې به حل کړي.
د ای سي سي آر ریس وویل چې دوۍ اوسمهال په داسې یو موکزي دیټابیس کار کوي چې له هغې لارې به وکولائ شي چې د افغان محصلینو ټول مالومات د ثبت نام څخه تر فراغت پورې ثبت وي او د افغانستان سفارت او دلوړو زدکړو وزارت ته به هم دې دیټابیس ته لاسرسی ورکړي.

په پاې کې د ای سي سي آر لخوا د افغان محصلینو د سکالرشپ اړوند راپور هم رسما خپور شو.
د یادولو وړ ده چې د دوست هیواد هندوستان، د فرهنګي اړیکو شورا (ICCR) افغان زده کونکوته د بورسونو د ورکړي لړۍ له ۲۰۰۵ میلادي کال څخه شروع کړي ده چې تر اوسه پوري څه باندي ۸۰۰۰ محصلین د هندوستان د مشهورو پوهنتونو څخه د ماسټري او لسانس په برخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي . همداراز په ټوله کې نیژدې ۱۶۰۰۰ افغان محصلین هند کې د افغانستان د حکومت لخوا په بورسونو او په شخصي لګښت په زده کړو بوخت دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته