کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ١ :
د لوړو زده کړو وزارت خبرتيا
لکه څنګه چې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د روان سمستر درسي نصاب مخ په پاى ته رسيدو دى؛ له دې امله د اکاډميکي نظم د تحقق په خاطر د هيواد د سړو سيمو د ولايتونو د لوړو زده کړو د ټولو بنسټونو وروستۍ آزموينې د ١٣٩٣ کال د چنګاښ د مياشتې په ١٠مه نيټه پيل او د آزموينو له لايحو سره سم عياريږي.
دغه راز د لومړيو ټولګيو د محصلانو په باب د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د بنسټونوعلمي شوراګانې له لايحې سره سم تصميم نيسي او له هغه سره سم به عمل وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ