ټولنه

سلو تنو ځوانو نجونو اوهلکانو ډله ئيزودونه وکړل

کابل باختر د تلي پنځمه :
په دايکندي ولايت کې پرون سلو تنو پيغلو او ځوانانو دډله ئيزوواده  مراسم پرځاى کړل . په دايکندي ولايت کې دښځو دچارو رييسې ذکيې رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل، پرون دډله ئيزو ودونو ددريم پړاو مراسم  ددايکندي ولايت په مرکز کې پرځاى شول چې په دغو مراسمو کې سل تنه پيغلې  او ځوانان نيکمرغه  شول .
دمسوولينودڅرګندونو له مخې، دنړيوالې سوکالۍ په نامه يو بنسټ ددغو مراسمو پرځاى کوونکى دى اودغه ځوانان له بې وزلو کورنيو څخه و چې په انفرادي ډول يې دواده توان نه درلود.
ده زياته کړه چې دنړيوالې سوکالۍ دموسسې له خوا له هرې پيغلې او ځوان سره دغاليو شړيو او دپخلنځي  دلوښو په ګډون دپنځه ويشتو زرو افغانيو مرسته شوې ده . ددايکندي ولايت دښځو دچارو رييسې  له ديني عالمانو څخه وغوښتل چې دناوړو فرهنګونو دله منځه وړلو په لاره کې  هڅه او هاند وکړي چې ځوانان او پيغلې  په ازادانه ډول او له زياتو لګښتونو پر ته واده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته