ټولنه

دجوماتونو ملاامامان : دروژې مبارکه مياشت په عبادت ، دعا ، دقران عظيم الشان په تلاوت ، دصدقې په ورکولو او دځان او دټولنې په اصلاح کولو تيره کړي .

کابل باختر  دچنګاښ  پنځمه :
دهيواد دمرکز او ولايتونو دجوماتونو امامانو نن دجمعې دلمانځه له اداکولو مخکې دواعظونو په کولو سره له خلکو څخه وغوښتل چې  دروژې مبارکه مياشت  عبادت ، دعا ، دقران عظيم الشان په تلاوت ، دصدقې په ورکولو او دځان او ټولنې په اصلاح کولو سره تيره کړي چې دوى دغه راز دروژې دمبارکې مياشتې دفضيلتونو په تيره بيا  دهغې دلومړۍ لسيزې  په باب دقراني  ايتونو او دنبوي احاديثو په رڼا کې  خبرې وکړئ .
ديني عالمانو څرګنده  کړه چې مسلمانان دې بايد تل داسلام دمبين دين له حکمونو او لارښوونو سره سم خپل ژوند دنيکو عملونو په ترسره کولو سره  له بدو کارونو ، شخړو او اختلافونو څخه ډډه وکړي او ترحم تعاون ، شفقت  ، صبر  ، زغم اوبخښنه غوره کړي . 
ملا امامانو  له ټولو وسله الو مخالفينو څخه وغوښتل چې د روژې دمبارکې مياشتې او ددغې بختورې  مياشتې عظمت ته په درناوى سره له جګړې  وينې تويولو او مسلمانو اوبې دفاع خلکو له وژنې او دخلکو پرخلاف له هرراز تاوتريخوالي څخه ډډه وکړي .
دوى ټينګار وکړ ډير ښه مسلمان هغه کسان دي چې دلوى خداى ( ج )  اوامر پرځاى کړي او خير يې نورو ته ورسيږي .
ددين عالمانو دهيواد له ملي سوداګرو او بډايانو څخه وغوښتل چې تل په تيره بيا دروژې په مبارکه مياشت کې دخيراتونو په کولو او ذکات  په ورکولو سره له اړو او بي وزلو کسانو سره مرسته وکړئ .
دغه راز ديني عالمانو له ټولو هټيوالو او کسبګرو څخه وغوښتل چې دروژې په مبارکه مياشت کې له احتکار او ګران پلورنې څخه دې په کلکه ډډه وکړي په کمې ګټې قناعت وکړي او ددنيا او اخرت اجراوثواب  وګټي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته