ورزش

د فوټبال د ملي ټيم مدافع هم د هالند د ليدين له ټيم سره يوځاى شو

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم مدافع د هالند له يوه ټيم سره يو ځاى شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول علي کاظمي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم مدافع انوش دستګير چې په وروستيو وختوکې يې د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم بلنه منلې ده؛ د هالند د دريم لاس د غوره ليګ د ليدين له ټيم سره يوځاى شو.
دستګير اوس هم د هند د تايمنخن په دويم ټيم کې لوبې کوي او دى د هند د تايمنخن د پنځلس کلنو د ټيم ښوونکى هم بلل شوى دى.
د خبرځاى د خبرله مخې: دستګير به د هالند د ليدين له ټيم سره په پيوستون او په ښوونکي توب سربېره د افغانستان د فوټبال په ملي ټيم کې هم خپلو لوبو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته