کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دکورنيو چارو وزير دامريکايى اواروپايي څيړنيزو مرکزونو له يوشمير څيړونکوسره دپولسيو دظرفيت جوړولو په باب خبرې وکړې .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
دکورنيو چارو وزير محمد داودزي وويل چې دافغانستان ملي پوليس دبل
هر وخت په نسبت ښې مسلکي زده کړې او فزيکي ځواکمنۍ لري.
دکورنيو چارو وزير زياته کړه چې د جمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو دبهير دامنيت تامينول او دامنيتي دفاعي ځواکونو په تيره بيا دملي پوليسو بشپړه بيطرفۍ دملي پوليسو دوړتيا ، لوړ ظرفيت او دمسلکي والي څرګندوي ده .
په همدې حال کې دنړيوالو څيړنيزو بنسټونو څيړونکو دثبات دټينګښت ، دسولې دبهېر ، دمرستو ددوام او دافغانستان له امنيتي اودفاعي ځواکونوسره دنړيوالې ټولنې دملاتړ په اړوند خبرې وکړې او دملي پوليسو د روزنې په لاره کې يې دخپلو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ.
0 1 دقیقه لوستل