ټولنه

د ځوانانو د رضاکارانه فعاليتونو د بهير د پوهاوي سيمينار جوړ شو

کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :          
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات پرون د ځوانانو د رضاکارانه فعاليتونو د بهير د پوهاوي او د رضا کارو ځوانانو د ملي شبکي د جوړولو په پروګرام کې چې په پکتيا ولايت کې جوړشوى و، په رضا کارانه فعاليتونوکې د ځوانانو په ونډې اخيستنې سره يې ټينګار وکړ .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په  دې سيمينار کې چې د پکتيا ولايت د يو شمېر مسوولينو  او ځوانانو په ګډون ددغه ولايت دپوهنتون په تالارکې جوړ شو، د ځوانانو چارو معين په خپلو خبروکې د رضاکارانه فعاليتونو د ارزښت په باب معلومات ورکړل او دغه راز يې په دغه ولايت کې د رضاکارو ځوانانو د ملي شبکې جوړول د بدلون او پرمختګ په لور يو ګام وباله او ځوانان يې وهڅول چې د رضاکارو ځوانانو له ملي شبکې سره يوځاى شي.
د دغه سيمينار په بهيرکې د پکتيا پوهنتون رئيس ډاکتر سيدولي جلالزي هم خبرې وکړې او ويې ويل: موږ به هغه وخت يو ښه اوسيدونکى و اوسوو چې يو فعال رضاکار و اوسو.
دغه راز د پکتيا ولايت مرستيال عبدالولي سهي د رضاکارانه فعاليتونوپه باب رڼا واچوله او په دې بهيرکې يې د ځوانانو فعال شتون يو مهم ګام وباله.
د پکتيا ولايت د ګرديزښاروال عصمت الله خالد هم په پکتيا ولايت کې د رضاکارو  ځوانانو د ملي شبکې د جوړولو په خاطر يې د ځوانانو چارو له معينيت څخه په قدردانۍ سره وويل: موږ هم د ژوندانه د چاپيريال ساتنې او د ښار د ککړتيا د مخنيوې په خاطر د خلکو او په تېره بيا  د ځوانانو همکارۍ ته اړتيا لرو.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته