ټولنه

په جوزجان کې ښځې دسولې غوښتونکي شول .

کابل باختر د لړم اتمه :
دجوزجان  ولايت ښځې نن  په يوه پراخه غونډه کې په هېواد کې دسولې له بهير  څخه خپل ملاتړ اعلام کړ او جګړې ته يې نه وويل .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ،  دسولې دعالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي چې په  دې غونده کې ګډون درلود  ويې ويل چې دښځو مشارکت او ګډون  پرته دسولې بهير ته رسيدل ناممکن دى .
په دې غونډه کې دجوزجان والي لطف الله عزيزي  په دغه ولايت کې دښځو برياليتوبونو ته په اشارې سره زياته کړه چې د ١٣٩٧ کال دولسي  جرګې  په انتخاباتو کې دجوزجان  دښځو ګډون دستايلو وړ دي .
دې زياته کړه   چې ددغه ولايت په دولتي ادارو کې څه ناڅه ٢٩٣٠ ښځې کار کوي .
ددغې غونډې  په بهير کې  دسولې په نامه لنډ فلم چې دهېواددلومړۍ ميرمنې ددفتر له خوا جوړشوى ونندارې ته وړاندې  شو او څو تنو  ښځو په خپلو ويناوو کې  دسولې له بهير سره  خپل ملاتړ اعلام کړ .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته