-مهترلام دکب دمیاشتی شلمه باختر
د لغمان د امنيې قوماندانۍ د ښاري حوزې امر سمونيار محمد ګل همت باختر اژانس ته وويل: څو ورځې وړاندې د لغمان ملي پوليسو اود ملي امنيت منسوبينو په همغږۍ او هڅو د مهترلام ښار پورې اړوند د مهترلام کمپ کې د معلوماتو له مخې يو لړ چانيز عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه شول.
په دغو وسلو او مهماتو کې څلور کلانشينکوف، د کلاشينکوف پنځه شاژورونه، د کلاشينکوف (۴۰۰) کولۍ د پيکا اته سوه کولۍ ، (۲) میله ټوپکونه، يوه تومانچه ٨جوړې نظامي يونيفورم، (۱)کمربند او يو دوربين ترلاسه شوي دي.
همت زياته کړه د عملياتو په ترڅ کې يو تن له يو کلاشينکوف سره هم نيول شوی چې اوس په امنيې قوماندانۍ کې تر څېړنې لاندې دی.
0 1 دقیقه لوستل