کابل باختر د وږي اوولسمه :
په لغمان ولايت کې درې تنه وسله وال طالبان دخپل ماين ښکار شول .
دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته کله يې چې غوښتل داليشګ ولسوالۍ په يوواټ کې ماين ښخ کړي ماين وچاوديد او درې واړه يې ووژل .
دلغمان ولايت درسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي چې وسله والو طالبانو غوښتل داليشنګ ولسوالۍ په يوواټ کې ماين ښخ کړي .
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په ګڼ ميشتو لارو کې دماينونو اوبمونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي .
ختم+_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ