کابل باختر دغويي دمياشتې ١نيټه :
دوه ويشت تنه وسله وال طالبان تېره شپه د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان پوځيانو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول.
ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې د يارلس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول او څو ماينونه کشف اوشنډکړاى شول.
د يادونې وړ ده چې پرون هم يوولس تنه وسله وال طالبان په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوي وو.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ