امنیت

شل تنه داعشيان په اچين ولسوالۍ کې ووژل شول

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١
د ننګرهار ولايت امنيتي مقاماتو نن په هوايي بريدکې د شلو تنو داعشيانو د وژل کيدو خبر ورکړ .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه هوايي بريد د بهرنيو ځواکونو له خوا د اچين ولسوالۍ د مامندو په ساحه کې ترسره شو چې له امله يې ٢٠تنه داعشيان ووژل شول .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په وژل شويوکسانوکې د داعش مهم او کليدي کسان هم شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته