ورزش

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د سنګاپورله ټيم سره دوستانه لوبه کوي

کابل /د لړم ٤مه /باختر
ټاکل شوې ده د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د سنګاپور له ملي ټيم سره يوه دوستانه لوبه وکړي.
دغه لوبه ټاکل شوې ده په دوبى کې ترسره شي.
تراوسه پورې د دغې دوستانه لوبې دقيقه نيټه نه ده مشخصه شوې.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم ښوونکى انوش دستګير باختراژانس ته وويل چې دغه تدارکاتي لوبه به د اسيا د ملتونوجام په مقدماتي سياليوکې د افغانستان د ملي ټيم د ځواکمن ګډون په خاطر ترسره شي.
هغه وويل: د دغې لوبې لپاره تياري نيول شوى دى.
د افغانستان د فوټبال ملي تيم لوبغاړي په مقدماتي او د اسيايي جام په سياليوکې د ښې نتيجې د ترلاسه کولو لپاره زياتي هيلې لري. کارپوهان د اروپايي ،امريکايي او اسيايي معتبروليګونوکې د ملي ټيم د ښو لوبغاړو شتون ته په پاملرنې سره د اسيا د ملتونوجام ته د لارې موندنې لپاره د افغانستان چانس زيات بولي. -ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته