امنیت

طالبانو د يوسيمه ييز سرتيرى په دروازه کې بم ځاى پرځاى کړ

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١١
په لوګر ولايت کې نن د يوسيمه ييز پوليس د کوربه دروازه کې د ايښودل شوي بم چاودنې د هغه زوى وواژه او ميرمن يې ټپي کړه.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالولي توپان تره کي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه دپل علم ښار په مربوطاتوکې هغه وخت وشوه چې طالبانو د يو سيمه ييز پوليسو دکور په دروازې کې يو بم ځاى پرځاى کړى و او کله چې زوى يې له کور څخه ووت؛ چاودنه وشوه.
د ده دڅرګندونو له مخې: د ده د ميرمنې روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى او دپيښې دڅرنګوالي په باب څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته