ښوونه او روزنه

دلوړ و زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا

 

دکابل ښار دپوهنې په رياست پورې ا ړوند  د ( رابعه بلخی ، قاری نیک محمد، آریانا ، محمدانوربسمل ، ده خدایداد، شاه دوشمشیره ع ، علاوالدین ، نسوان رحمن مینه ، نسوان احمدشاه بابا مینه، پوهاندغلام صدیق محبی ،قلعه حشمت خان ، معرفت ، پکتیاکوت ، نمبریک ، دو، سه کمک به معارف افغانستان ، مشعل بیات سره میاشت ، شهید دگروال غلام فاروق سونگور،محراب الدین ، خان عبدالغفارخان ، هودخیل، شهرک پامیر) (خصوصی  لیسی خانه نور، خانه نور نمبرا ، یعقوب نمبریک، آریانا کابل، شمس لندن ،شمس لندن نمبر3 ، شمس لندن نمبر1،طلوع  ، تلاش دانش ، عرفان نمبریک، یارمحمد وردگ،نمبر1سیدیوسف علمی،احمدشاه بابا ابدالی، کابل،افغانیار، آزادی افغان، التقوا، کاینات، خالدبن ولید ، هیواد ، غزنوی ، روشان،حسن خان ، امید ، افغانستان نوین ، البیرونی، عمرخیام ، توحید،ولید، اکبرپامیراوآریوب ، دمسلکي زده کړو ا و دديني مدرسو زده کوونکي او له پولي څخه بهر  د ١٣٩١ کال او دتيرو کلونو ددولسمو ټولګيو دفارغانو دعمومي اومتفرقه دکانکور دازموينې ټولو داوطلبانو ته خبرورکول کيږي چې په ازموينه کې دگډون کارتونوويشل  دروان کال د سلواغې دمياشتې له ديارلسمې نيټې څخه  داړوندو ليسو په ادارو  ، داسلامي زده کړو په معينيت  او په تخنيکي اومسلکي زده کړو په معينيت کې پيليږي .

١_ ښځينه داوطلبانې په کابل پوهنتون کې .

٢_ نارينه داوطلبان چې نومونه يې د(م  – ع – ا  – س  -ش ) په تورو پليږي  دکابل په طبي پوهنتون کې .

٣_ هغه نارينه داو طلبان چې نومونه يې د ( ب _  ت _  پ _  ح _  خ _ د_ ذ_ ر_ ز _ غ_ ف_  ق _ ط _ ظ _ ص _ ض _  ګ _ ک _  ل _ ن _ و_ هه –ى) اوپه نورو تورو  پيليږي دکابل پوليتخنيک پوهنتون کې .

ددغو داوطلبانو دکانکور ازموينه  دکابل په پوهنتون ، دکابل په طبي پوهنتون ، دکابل په پوليتخنيک پوهنتون   اودشهيد استاد رباني دښوونې اوروزنې په پوهنتون کې  دروان کال  دسلواغې دمياشتې په شپاړلسمه نيټه ددوشنبې په ورځ  دسهار په اته نيمو بجوپيليږي.

دازموينې ځاى او خونه په کارت کې ليکل شوي دي  اوداوطلبان دې په ټاکلي ورځ او وخت  اړوندو پوهنتونونو ته مراجعه وکړي .

دغه راز  دکانکور دازموينې  له ګډون  کوونکو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې په ورځ دى په  ژمنيو  جاموسمبال وي  اودموبايل ، مخابرې ، هر راز الکترونيکي  وسيلې اووسلو را وړلو څخه په کلکه ډډه وکړي.

ددغو وسايلو دموندلو په صورت کې له ازموينې څخه ايستل کيږي او امنيتي مسوولينو ته معرفي کيږي .

سربيره پردې له ټولو داوطلبانو څخه غوښتنه کيږي چې دازموينې په ورځ دى دتابعيت تذکره ، پنسل ، پنسل پاک اوقلم تراش له ځان سره ولري .

دنوروليسو ازموينه وروسته اعلاميږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته