امنیت

يو متکررمجرم په بغلان ولايت کې ونيول شو

کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
يو متکرر مجرم چې په څو جنايي قضيو او په بغلان  ولايت کې د ملي امنيت د دوو
تنو کارکوونکو په ټپي کولوکې لاس درلود؛ نن کابل ته د تيښتې په وخت کې دبغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شو.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل د باخترآژانس خبريال
ته وويل: په نيول شوي سړي د غلا او د بغلان ولايت د ملي امنيت د دوو تنو کارکوونکودټپي کولوتورلګول شوى دى اوکله يې چې غوښتل د پوليسو له يوه رنجرموټر څخه په استفادې سره کابل ته وتښتي؛ دکشفي ځواکونوله خوا له ورور سره يې په دوشي کې ونيول شو.
د امرخيل دڅرگندونوله مخې: درې تنه پوليسان چې د دغه تيښتې زمينه يې برابره کړې ده؛ هم نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته