امنیت

د بغلان پوليسو يوسړىد موټر دغلا په تور ونيو

 پلخمري/ د مرغومي ٦مه / باختر :                                                                          
د بغلان پوليسو يو سړى له پلخمري ښار څخه له يو غلا کړاى شوي موټر سره ونيو.
دبغلان دامنيې قوماندانۍ وياند  احمد جاويد بشارت باختراژانس ته وويل :
دبغلان دامنيې قوماندانۍ  دلومړۍ امنيتې حوزې پوليسو  دخلکو په همکارۍ دغه سړى له يو غلا کړاى شوي موټرسره  دپلخمري ښار دسيلو سړک له ساحې څخه ونيو.
ياد موټر  له کابل څخه غلا کړاى شوى و.
بشارت د امنيت د تامينولو او د شکمنو او تورنوکسانو په  نيولوکې د خلکو له همکارۍ  څخه مننه وکړه .
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته