سیاست

د هوايي ځواکونو په سمبالولو بيا ټينګار

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٨
د ناټو د غړوهيوادونو د دفاع د وزيرانو په غونډه کې د افغانستان له ملي اردو او په تېره بيا له هوايي ځواکونو سره د زياتو مرستو ژمنه وشوه.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري رسنيو ته ويلي دي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدمعصوم ستانکزي د افغانستان د هوايي ځواکونو د سمبالولو طرحه د ناټو د دفاع وزيرانو ته سپارلې ده.
ده وويل چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د پياوړتيا او سمبالولو په برخه کې ځنډ شوى دى .
دولت وزيري زياته کړه: هغه څه چې د هوايي ځواکونو اړتيا ده؛ موږ يې نه لرو. که چيرې نړيواله ټولنه د افغانستان هوايي ځواکونو ته پاملرنه ولري؛ بايد زموږ د ترانسپورتي برخې او هليکوپټرونه برخه په بشپړه توګه فعاله شي، بايد جنګي هليکوپټرونه ولرو او زموږ ترانسپورتي الوتکې زياتې شي. له دې وروسته بايد هغه برخې چې فعالې نه دي؛ فعالې شي. بايد دغه ځواکونه د رادار، دافع هوا، جنګي بم غورځوونکو ، ښکاري، کشفي او محاربوي الوتکو سمباله شي.
د ناټو د دفاع د وزيرانو په غونډه کې د ناټو د سکرټرجنرال او د غړو هيوادونو د مقاماتو په خبروکې د افغانستان د هوايي ځواکونو ته په زياتې پاملرنې ټينګار وشو چې دغه بهير ګړندى شي او د هوايي ځواکونو روزنې ته زياته پاملرنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته