سیاست

دښځو دچارو وزيرې بغلان ته سفر وکړ

کابل باختر د لړم  اته ويشتمه
دښځو دچارو وزيره  ديو هيئت په مشري نن دبغلان ولايت ته ورسيده .
دې  دخپل سفر هدف  دجمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان  تحقق او تطبيق وباله .
  دښځو دچارو وزارت  دپاليسي  او پلان جوړولو رييسې  رحيمې ظريفي باختر اژانس ته وويل:  ددغه سفر په بهير کې دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دمخنيوي په برخه کې دهيواد دجمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان دهدفونو په تحقق او تطبيق سربيره  دښځو دچارو  دپرمختيايي پروژو  کتنه او د ښځو دچارو دوزيرې  حسن بانو غضنفر له خوا دښځو دطرحواو پيشنهادونو اوريدل شامل دي .
دښځو دچارو وزيرې  دښځو دچارو دحالت  ښه والي ددغه وزارت  کاري لومړيتوب وباله  او ډاډ يې ورکړ چې تر ١٣٩٧کال پورې به ددولتي ادارو په سلو کې ديرش  کارکوونکي  ښځې وي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته