سیاست

ترامپ داوباما پرخلاف دافغانستان دقضيې په نسبت جدي دى

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١ :
ترامپ  دخپل جمهوري رياست په لومړيو سلو ورځو کې دافغانستان په
اړوند کوم کارونه ترسره کړي دي.
جمهوررئيس ترامپ  دخپلو انتخاباتي مبارزو په وخت کې   دافغانستان په باب  دومره کمې خبرې وکړې  چې کولاى شو ووايو  دامريکا دپخوانيو   جمهورو رئيسانوپه پرتله  هيڅ خبرې نه دي کړي  خو  دافغانستان په اړوند  دترامپ نظر  دده د جمهوري رياست په لومړيو سلو ورځو کې بدل شو.
ده په دې موده کې دافغانستان له  جمهوررئيس محمد اشرف غني سره  دوه ځلې ټيلفوني خبرې وکړې  او افغانستان ته يې دزياتو ځواکونو داستولو خبر ورکړ .
ده  له يوې مياشتې څخه په لنډه موده کې   خپل دملي امنيت سلاکار او ددفاع  وزير  دليدنو کتنو لپاره افغانستان ته  واستول .
دامريکا جمهوررئيس  دخپل جمهوري رياست دخپلو لومړيو سلو ورځو په بهيرکې  په روسيې  دطالبانو له ډلې سره  دملاتړ تور ولګاوه  او خبر دارى يې ورکړ  چې دطالبانو له ډلې سره دروسيې دپوځي همکارۍ مخه نيسي .
دغه راز  په همدغو لومړيو سلو ورځو کې امريکادلومړي ځل لپاره   دټولو
بمونو مور  دننګرهار ولايت په  اچين ولسوالۍ  کې  دداعش  په نامه په ډلې پورې  په اړوندو ځواکونو وغورځاوه .
ديادونې  وړ ده  چې دجمهوررئيس ترامپ   همکاران په تيره بيا  دده دملي امنيت سلاکار او  ددفاع وزير  کلونه کلونه  په افغانستان کې و  او په افغانستان اوسيمه کې  له امنيتي  او سياسي  حالاتو او د جګړې له وضعيت سره هر اړخيزه بلدتيا لري .
په دې ترتيب کولاى شو چې ووايو له امنيتي او سياسي چلنجونو څخه تيريدل  تريوې اندازې پورې ددوو ستراتيژيکي شريکانو ترمنځ   نږدې اړيکو ته اړتيا لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته