امنیت

يوسلو پنځوس ميله ډول ډول وسلې دداياګ پروګرام ته وسپارل شوي

دهرات ولايت امنيتي ځواکونو په لسگونو ميله وسلې  دوسلو دراټولولو پروګرام ته وسپارلي .

 درارسيدلو خبرونو له مخې دغه وسلې  په تيرو شپږو مياشتو کې دهرات ولايت په بيلابيلوسيمو کې دپلټنې  اودتروريزم ضد عملياتو په بهيرکې دافغان ځواکونولاسته ورغلي وي.

دهرات ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال سيداقا ثاقب  دباختراطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو وسلو کې يوسلو پنځوس پيکا ماشينگڼې ، کلاشينکوفونه ، پپشي   او تومانچي شته .

ويل کيږي چې  مخکې له دې هم دهرات پوليسو  نږدي يو سلو يو اتياميله درندې اوسپکې وسلې چې ددغه ولايت په بيلابيلوسيمو کې يي دعملياتو په ترڅ کې ترلاسه کړي وي  دوسلو دراټولولو پروګرام ته سپارلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته