امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان په لوګر کې ووژل شو .

کابل باختر  دثور  دولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يومشهور قوماندان په  لوګر ولايت کې دملي امنيت دموظفينو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  :دمحمد رحيم  په نامه دوسله والو طالبانو دډلې ديومشهور قوماندان په  مرکز دملي امنيت دمنسوبينو په خاصو عمليات کې چې دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په تروريستي او ورانکارو فعاليتونوبوخت وو  قوماندان محمد رحيم ووژل شو او  دمحمد علم او محمد ولي په نومونو دوه تنه افراد يې له دوو کلاشينکوفونو ، يوه توغندي  ويشتونکي او يوه موټرسايکل  سره نيول شوي دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته