فرهنګ

دهرات داختيار الدين کلا دتاريخي څلي دبيا رغاونې لپاره داروپا داتحاديې تيارى .

کابل باختر د غبرګولې ٢٥مه :
داروپا داتحاديې هيئت داختيار الدين دتاريخي کلا په کتنه کې  دهرات دتاريخي څلو له جوړولو  او بيا رغاونې سره دمرستې  په خاطر ددغې اتحاديې  ليوالتيا  اعلام کړه .
په افغانستان کې داروپا داتحاديې هيئت  او دغه راز دنړيوالو موسسو يوشمير مسوولينو پرون دهرات دوالي په ملګرتيا دتلپاتې بشري ميراث  په توګه داختيار الدين کلا بېلابېلې برخې وکتلې .
دهرات والي نړيوالو موسسو  ته بلنه ورکړه چې دهرات دځينو څلو او ابداتو دبيا رغاونې  او مرمت په برخه کې  ونډه واخلي .
  په هرات ولايت کې کابو اته سوه تاريخي څلي ثبت شوي دي .  چې له دې جملې څخه محدود شمير يې  په وروستيو کلونوکې بيا رغاول  شوي دي .
دهېواد دجمهور رييس دملي امنيت سلاکار په دې وروستيو  وختو کې هرات ته په خپل سفر کې دمصلى  دمجموعې دبيا رغاونې په مقصد دلسو مليونو افغانيو په ارزښت مرسته اعلام کړه .
داپه داسې حال کې ده چې فرهنګي چارو په تيره بيا دتاريخي څلو بيا رغاونې ته پاملرنه دهرات دوالي عبدالقيوم رحيمي دکار يو اساسي لومړيتوب اعلام شوى دى .
په دې وروستيو وختو کې  دهرات ولايت مشرتابه په يوې عمومي بلنه کې له فرهنګيانو ، اديبانو ، هنرمندانو او ليکوالو څخه وغوښتل تر څو خپل هغه ليکلي اثار چې تراوسه پورې په هر دليل چاپ شوي نه دي دچاپ په مقصد دهرات ولايت مقام ته وسپاري .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته