اقتصاد

دملي تدارکاتو کمیسیون د ۴۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور کړل

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٨:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تير ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د ۴۲۱(څلور سوه یو ویشت) میلیونو افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور شول.
د کابل، هرات او ننګرهارد ولایتونو د ازمايښتي  لابراتوارونو PVC د تجهیزاتو د تدارک قرارداد، له یکاولنګ څخه تر دره صوف پورې د ۱۸۵کیلومتره سړک د مفصل ډیزان او سروې پلي کولو قرارداد د معیاد تمدید، د کابل ـ جلال اباد (له څپري څخه تر سره روده)  لویې لارې له بیارغاونې څخه د څارنې د مشورتي خدماتو قرارداد او د هلمند ولایت له ګرشک څخه تر نوزاد ولسوالۍ پورې د ۱۵کیلو متره سړک پخولو پروژې د معیاد تعدیل منظور شوي موارد دي.
همدارنګه په دې غونډه کې د ملي بس د مسافر وړونکې تصدۍ ریاست د اړتیا وړ دوه ډوله تیلو(پټرول او ډيزل) د چمتو کولو او تدارک قرارداد، د ولایتونو او مرکز د پوهنتونونو د اړتیا وړ پنځه قلمه فرنیچر قراراداد او د ملي دفاع وزارت د بیړنيو او فوق العاده حالاتو د ریاست لپاره داوروژنې دڅلورووسايطو د تدارک قراردادونه په دغه غونډه کې منظور شول. 
دملي تدارکاتو کمیسیون په دارالامان کې د عدلیې وزارت د مرکزي ودانۍ د دډودۍ خوړلودخونې د جوړولو او د لوژستیک عمومي ریاست د ۱۳۹۵کال د اړتیا وړ ۴۵قلمه ورزشي وسایلو د قرارادادونو پروژې د تدارکاتو قانون سره د نه مطابقت له امله رد کړې.
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو اداره موظفه شوه، چې دغه پروژې قانوني معیارونو ته په پام بیا داوطلبۍ ته ورکړي.  د ملي تدارکاتو کمیسیون یو ځل بیا کورنیو تولیداتو ته په لومړیتوب ورکولو او له هغو څخه په ګټې اخېستو ټینګار وکړ او اړوندو مسوولو بنسټونو ته یې په دې باره کې لازمې لارښوونې وکړې.
غونډې د برېښنا شرکت،د ترانسپورټ او د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارتونو درې پروژې د تخنیکي مشکلاتو له امله مسترد کړې او په دې باره کې يې اړوندو مسوولیونو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس مرستیال محمد سرور دانش، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو، له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د سیګار ادارې او د غوڅ ملاتړ سیستیکا د شفافیت ناظرینو هم ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته