امنیت

په ننګرهار کې دبرياليو پوځي عملياتو دوام .

کابل باختر  دزمري  ديرشمه :
په داسې حال کې چې  په ننګرهار ولايت کې دتروريستي ډلو دځپلو لپاره داوسپنيز مثلث  په نامه عمليات هماغه شان دوام لري پوځي مقاماتو په دغو عملياتو کې دنويو نښتو په بهيرکې  دشپږو تنو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه مقامات دغه راز وايي چې پوځيان په دې بريالي شوي دي چې په څو  وروستيو ورځو کې څو کلي دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک کړي .
دغه عمليات له دوو اوونيو راپديخوا دملي اردو دقوماندانانو په مشرۍ او دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دځواکونو په ګډون دننګرهار ولايت دحصارک ، خوږيانيو او دشيرزاد دولسواليو په ځينوسيموکې دوام لري .
دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍوياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې پرون ددغو پوځي عملياتو په دوام شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو يرغلګرو دحصارک ولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت  چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دپوځيانو له خوا ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په همدې ورځ څلورکلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک  شوي دي .
مشرقي وال وايي چې پوځيانو تراوسه پورې ددغو عملياتو په بهير کې  په لسګونو تنه کورني اوبهرني تروريستان وژلي او په لسګونو کلي يې ديرغلګرو له شتون څخه پاک  کړي دي .
ده وويل چې په دغو دريو ولسواليو کې دزياتو ساحو له پاکولو وروسته دخلکو دامنيت  دساتنې لپاره نوې امنيتي پوستې  جوړې شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وايي چې دغه عمليات به په بشپړه توګه دتروريستي ډلو له شتون څخه دخوږيانيو ، حصارک او شيرزاد دولسواليو  تر پاکولو پورې دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته