امنیت

په لغمان کې د هوايي بريد له امله د يو قوماندان په ګډون (۷)تنه وسله وال مخالفان ووژل شول

کابل باختردکب دمياشتې١٧ نيټه :
د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وسله والو مخالفانو د یو قوماندان په ګډون ۷ تنه  وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پر وينا د الینګار ولسوالۍ اړوند د سنګره درې د دین دوکانونو په سیمه کې تېره ورځ ناوخته افغان هوايي ځواک په پرله پسې توګه هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفانو د قوماندان ذبیح الله په ګډون ۷ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ځواک زياتوي؛ دغو کسانو په یاده سیمه کې په زياترو تروریستي کړنو او فعالیتونو کې لاس درلود، چې کله ڼاکله به یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د غلچکي بریدونو تر څنګ د عامو خلکو د تګ راتګ په لارو کې ماینونه هم ځای پر ځای کول.
د یادونې ده چې په تيروکابوشلوورځو د سېلاب ۱ نمبر ۲۳ په نامه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونوپه ګډو چاڼیز عملیاتو کې چې د مرکزي سیمو نه د تصفیې، تلاشۍ او په ځینو ستراتیژیکو نقطو کې د نویو امنیتي پوستو د جوړولو په موخه پیل او دا مهال تر سنګره درې رسېدلي دي، ګڼ شمېر وسلوالو مخالفینو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې او تر څنګ یې ځینې وسلې، مهمات او د ليږدونې وسیلې هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته