امنیت

د وسله والو طالبانو يو قوماندان په هلمندکې ووژل شو

کابل باختر دکب  دولسمه :
په هلمند ولايت کې پرون د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو يو قوماندان ووژل شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه قوماندان په هلمندکې په زياترو ورانکارو فعاليتونوکې لاس درلودچې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ووژل شو.
د يوبل خبر له مخې: د عبدالمنان په نامه د وسله والو طالبانو يو فعال قوماندان د قندهار ولايت د ميوند ولسوالۍ د کنده کلي په ساحه کې له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره ونيول شو .
د طالبانو دغه قوماندان په داسې حال کې ونيول شو چې د ده يو شمېر افراد په دې وروستيو وختوکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې له ماتې سره مخامخ شول؛ وژل شوي او يا له ساحې څخه تښتيدلي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته