کابلباختر د زمري ١٣ مه
د هېواد په جنوب کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار ١٢ماينونه د قندهار، روزګان، زابل او د هلمند ولايتونو له ګڼ مېشتو لارو څخه کشف اوشنډ کړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس، ته ويلي چې دغه ماينونه د خلکو په همکارۍ کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
که څه هم د دغو ماين ښخولو په تور څوک نه دي نيول شوي، خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دې کار عامل بولي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ