سیاست

په تورخم بندر کې دپاکستاني پوځيانو له خوا دروازې جوړول

کابل باختر دزمري د مياشتې ٨ :
پاکستان په پاى کې دافغانستان د حکومت او خلکو له ټولو  غبرګونونو سره سره په تورخم بندر کې دروازه  جوړه کړه .
ددغې دروازې د جوړولو کار څو مياشتې دوام وکړ او په پاى کې څو ورځې کيږي  چې داستفادې وړ  ګرځيدلې ده.
په تورخم بندر کې ددروازې جوړولو دافغانستان اوپاکستان  دسرحدي مامورينو ترمنځ مرګانۍ  جګړې سبب شول  ، هغه پيښه  چې له دواړو لورو څخه  څو تنو ته پکې  مرګ ژوبله واوښته.
دافغانستان دولت دډيورند په  کرښه کې د هرراز تاسيساتو دجوړولو مخالف دى او دا  کار د نړيوالو موازينو پرخلاف بولي .
په تورخم بندر کې   دپاکستاني پوځيانو له خوا  د جوړې شوې دروازې په يوه څنډه کې ليکل شوي دي   چې پاکستان ته ښه راغلاست  چې دسياسي کارپوهانو په نظر دا په خپله له نړيوالو موازينو څخه دپاکستان سرغړونه  او ددغه هېواد تحرکات ښيي.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو جګپوړى قوماندان دپاکستان  دغه اقدامات لمسونکي بولي او وايي ؛  چې دمرکزي مقاماتو دلارښوونې په صورت کې دپاکستان هر راز تحرکاتو ته  دځواب ورکولو تيارى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته