اقتصاد

بامیانو کې د څه باندې ۲ میلیونو افغانیو په لګښت د زنګاب چک ډیم د جوړولو چارې پيل شوې

کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د بامیانو ولایت په دوهم نمبر یکاولنګ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د زنګاب د چک ډیم د جوړولو پروژه پرانیستل شوه.

د دې پروژې لګښت ۲ میلیونو او ۲۰۰ زره افغانیو ته رسېږي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي چې ۳۰ متره اوږدوالی او ۳۱ متره لوړوالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه دې ته ورته لسګونه پروژې پلې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته