ټولنه

په بدخشان کې د نږدې۲۰۰جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه

کابل/ د وږي ۳۱ مه / باختر
په بدخشان کې د اوبو لګولو د کانال او د اوبو د زيرمې د جوړولو کار بشپړ شو او د څه ناڅه ١٨٠ جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابره شوه.
د اوبو دغه کانال او زېرمه د تشکان ولسوالۍ په غلاوک او دره قاق کليو کې جوړه شوې ده.
د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت وياند فريدون آژند د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو دغه زېرمه او د اوبو لګولو دغه کانال د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د څه دپاسه ۳ میليونو ۵۰۰ زرو افغانيو په لګښت جوړ شوي دي.
هغه وويل چې د دغو پروژو د کار په بشپړېدو سره د څه دپاسه ۱۵۰ کورنيو د ځمکو د خړوبولو ستونزه لرې شوې ده.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته