کابل باخترد وري دمياشتې ٢٥ :
دهيواد د نولس کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم د آسيا ايليت کپ په سياليوکې دګډون په مقصد ماليزيا ته ځي .
دهيواد دکرکټ بورد دخپرونو مسوول فريد هوتک باخترآژانس ته وويل: د آسيا د ايليت کپ سيالۍ د لسو ټيمونو په ګډون په ماليزيا کې ترسره کيږي چې دهيواد دنولس کلنو ځوانانو ملي ټيم به په الف ګروپ کې د هانګ کانګ ، عربي متحده عربي اماراتو ، ټايلند او د سعودي عربستان له ټيمونو سره لوبې وکړي.
دغه راز په بي ګروپ کې د نيپال، قطر، بحرين، ماليزيااوکويټ ټيمونه لوبې کوي.
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: ټاکل شوې ده لومړۍ دغه ټيمونه د روان ميلادي کال د مې د مياشتې په لومړۍ نيټه کوا لالمپور ته سفر وکړي او د مې په دريمه نيټه د دوى سيالۍ پيليږي .
ټاکل شوې ده افغانستان لومړۍ لوبه د سعودي عربستان له ټيم سره د روان کال د ثور دمياشتې په ١٣نيټه د افغانستان په وخت د سهار په شپږو بجو ترسره کړي.
0 1 دقیقه لوستل