نړۍ

د هند د هوايي پوځ يوه الوتکه له نهه ويشتو تنو سپرليو سره بې درکه شوې ده

نوي ډيلي  باختر دزمري  لومړي :
د هند د هوايي پوځ مقاماتو اعلام وکړ چې د دغه هېواد د هوايي پوځ يوه الوتکه نن سهار له نهه ويشتو تنو سپرليو سره د دغه هېواد په جنوب ختيځ کې دبنګال په خليج کې بې درکه شوې ده .
د ايرا د خبري انترنتي سايټ دخبر له مخې: دغې الوتکې چې د تاميل نادو ايالت له مرکز چناى څخه دبنګال په خليج کې د اندامان او نيکوبار د ټاپوګانو د مرکز پورت بلرټاپو ته الوتنه کوله له الوتنې څخه څو شيبې وروسته له رادار سره اړيکې يې وشليدې .
د دغې الوتکې شپږ تنه سپرلۍ د الوتنې کار کوونکي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته