سیاست

د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٦ مه
د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ، چې پرون په جلال اباد ښار کې په څو تروریستي پېښو کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
په دې وروستیو کې د افغانستان دښمنان د وېرې خورولو او د خلکو د ژوند د امن فضا  د ګډوډولو لپاره له هرې وسیلې څخه ګټه اخلي.
جمهور رئیس غني د دغو تروریستي پېښو د سخت غندلو په ترڅ کې وویل، د افغانستان دښمنان په دغسې وحشیانه او تروریستي بریدونو سره هیڅ وخت نشي کولای د افغانستان د خلکو په اراده کې خلل پيدا کړي او د خپلو بادرانو شومو موخو ته ورسېږي.
محمد اشرف غني د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او د ټپیانو لپاره د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته