سیاست

د مشرانوجرګې د رييسانو کميټې د ملي شورا د څلورم تقنيني کال د غونډو د پرانستلو په باب خبرې وکړې

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانوجرګې د رييسانو دکميټې فوق العاده او مشورتي غونډه د ملي شورا د څلورم تقنيني کال د غونډو د پرانستلو په اړوند د تيارى په باب جوړه شوه .
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: ددغې غونډې په پيل کې  د ارواښادمارشال محمد قسيم فهيم، د سناتور هدايت الله احمدزي د پلار او د مشرانوجرګې د دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان دکاکا پاک روح ته دکلام الله مجيد د څو مبارکو آيتونو په لوستلو سره دعا وشوه او فضل هادي مسلميار د مارشال محمدقسيم فهيم د شخصيت د بېلابېلو اړخونو او د افغانستان دخلکو  د جهاد اومقاومت په بهير اونظام جوړولوکې د هغه داغيزمنتوب په باب خبرې وکړې  او هغه يې يوملي او په ټول افغانستان پورې اړوندشخصيت وباله او له هغو ټولو هيوادوالوڅخه يې چې د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د ماتم په مراسمو او هم دهغه دتشريفاتو، تکفين او تدفين د مراسمو په پراخ پوښښ کې ارزښتناک رول لوبولى دى؛ قدرداني وکړه او د هيواد له خلکو څخه يې وغوښتل چې تل په ملي غم او ښادۍ کې د يو بل تر څنګ ودريږي اوخپل يو والى او پيوستون دې وساتي او لاپسې پياوړي کړي.
د رييسانوکميټې په نږدې راتلوونکي کې دملي شورا د څلورم تقنيني کال  د پرانستلو په باب خبرې وکړې او په لاښه توګه د نوى تقنيني کال په پرانستلوکې  د ملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشا ګانو هراړخيزتيارى تاييدکړ.
دغه راز  په غونډه کې دسنا مجلس دکاري بهير اود١٣٩٣کال د وري په مياشت کې د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په نتيجه کې ددغه مجلس غړيتوب ته د ولايتي شوراګانو او د ولسواليو د شوراګانو د نويو غړو د راتلو او تر دوو نورو کلونو پورې  دمجلس د دريمې برخې انتصابي غړو د کاري دوام په باب خبرې وشوېې.
د سنا مجلس درييسانو په کميته کې دغه راز دمشرانوجرګې د هغو کاري دفترونو د پرانستلو په باب چې د ملي شورا په الحاقيه کې نوى جوړ شوي دي او ګټې اخستنې ته سپارل کيږي؛ خبرې وشوې او هم دمجلس د غړو او د هغه  د دارالانشا  د مشرتابه په مالي ونډې اخستنې سره د دغې الحاقيې په انګړکې د نيالګيو د ايښودلو په خاطر د يوې ورځې کاري اشر په باب لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته