-کابل /دوږي ١٧مه / باختر:
په کندز کې د ١٥ ښوونځيو د ودانيو او د دريو لابراتوارونو د خونو د جوړولو کار بشپړ او پرون پرانستل شول
دکندز د والي وياند عصمت الله مرادي باختراژانس ته وويل د افغانستان دولت د نړيوال پرمختيايي بانک، جې اي زيد او د اى ار سي په مرسته د ښوونځيو دغه ودانۍ او د لابراتوارونو خونې د سلو ميليونو افغانيو په لګښت په کندز ښار کې جوړ کړي دي .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د کندزښار د المومنات په ښوونځي کې جوړه شوه د کندز والي عبدالستارميرزک وال وويل چې د دغوښوونځيو د ودانيوپه پرانستلو سره څه دپاسه لسو زرو زده کوونکو ته د معياري زده کړې زمينې برابرې شوي دي .
ميرزک وال پوهنه په هېواد کې د پرمختګ بنسټ وباله اوله خلکو څخه يې وغوښتل چې د يوپرمختللي ټولنې د لرلواو د خپلو بچيانو د راتلونکې د ضمانت کولو په خاطر بايد خپلو بچيانو ته په خپلو سيموکې د زده کړې زمينې برابرې کړي . ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل