ټولنه

په نورستان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل/باختر/ د زمري ۱۲ مه
په نورستان کې پر سلګونو اړو کورنيوباندې خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو مرستو کې وريجې، غنم او غوړي شته چې پر وچکالي ځپلو کورنيو باندې ووېشل شول.
دغه کورنۍ چې ټول يې بزګران دي؛ د تېرکال د وچکالي له امله د دوى حاصلاتو ته زيان اوښتى و.
د نورستان يوه سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغه پړاو کې له ۷۰۰ اړو کورنيو سره مرسته شوې ده.
هغه وويل چې پر جګړه ځپلو او وچکالي ځپلو کورنيو باندې د مرستې وېشلو بهير دوام لري.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته